AP ۱۴۰۳ غویی ۲۹ ۱۵:۰۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85481099
T T
۰ Persons
کابل کې منظم جهادي موزیم جوړېږي

کابل- ایرنا- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی معین وايي، اوسنی ملي موزیم به په راتلونکې کې پر یوه لوی جهادي موزیم بدل شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوی معین مولوي سعد الدین سعید د موزیم د نړیوالې ورځې د لمانځنې مراسمو کې و ویل: اسلامي امارت پرېکړه کړې چې په هېواد کې یو لوی جهادي موزیم جوړ کاندي.

د هغه په وینا، په دغه موزیم کې چې ټاکل شوې ډېر ژر به جوړ شي، د شوروي پر وړاندې د ۱۴ کلن جهاد آثار او دغه راز د امریکا پر وړاندې د شل کلن جهاد اثار به په کې خوندي شي.

سعید زیاته کړه، چې اوسنی ملي موزیم به په راتلونکې کې د یو لوی موزیم په جوړولو سره پراختیا ومومي او اسلامي امارت د ملي ارشیف او ملي موزیم ساتنې ته ژمن دی.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان ملي موزيم چې په کابل ښار کې موقعيت لري، چې زرګونو کاله تاريخ لري، بېلابېل لرغوني اثار پکې ساتل کېږي او هره ورځ يې کورني او بهرني سيلانيان ليدنه کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .